افغانستانخبرونه

جرمني ۲۸ افغانان له خپل هېواده وشړل

جرمني په بېلابېلو جرمونو ۲۸ تورن افغانان له خپل هېواده باسلي او ویلي یې دي چې د دې افغانانو شړل د جرمني د امنیتي اقداماتو یوه برخه ده.

د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې جرمني افغان کډوال افغانستان ته ستنوي.

د جرمني حکومت ویاند سټیفن هیبسټریټ ویلي، دا ۲۸ افغانان په جرمونو محکوم شوي بللي خو د هغوی د جرمونو په اړه معلومات ندي خپاره کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ددغو افغان اتباعو شړل د جرمني د امنیتي اقداماتو برخه بللې ده.

جرمني له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، او حکومت یې اړ شوی چې د افغانانو د ستنولو لپاره له نورو لارو چارو څخه کار واخلي.

له دې یوه اونۍ وړاندې د جرمني د زولینګن په ښار کې د چاقو په یو برید کې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د برید شک د سوریې پر یو وګړي شوی چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.