راپورونه

د طالبانو د کانونو وزارت: د مس‌عینک کان پر انجنیرانو د هوایي برید خبرونه حقیقت نه لري

د طالبانو کانونو او پترولیم وزارت وايي، د لوګر د مسک عینک کان پر انجنیرانو د هوايي برید خبرونه له حقیقته لرې دي.

یاد وزارت نن (شنبه، د وږي لسمه) په یوه خبرپاټه کې ویلي، په لوګر کې د مس عینک کان پر انجنیرانو هېڅ راز هوایي برید نه دی شوی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ” په دې وروستیو کې د هېواد د دښمنانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوي،چې د لوګر ولایت د مس عینک کان پر انجنیرانو هوايي برید شوی دی، دا هیڅ حقیقت نه لري.”

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ یو شمېر رسنیو خبرونه خپاره کړل چې ګینې په لوګر کې د مس عینک پر انجنیرانو هوايي برید شوی او د افغان انجنیرانو تر څنګ یو شمېر چینايي انجنیران هم وژل شوي دي.

په راپورونو کې نه دي ویل شوي چې برید د چا لخوا ترسره شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، “د افغانستان د خاورې او خلکو د ښمنانو تل هڅه کړې چې په بې ځایه او درواغ ویلو
باندې وېره رامنځته کړي.”

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راوروسته په بېلابېلو ولایتونو کې بې‌پیلوټه هوايي الوتکې پروازونه کوي. تر
دې دمه معلومه نه ده چې دا الوتکې د کوم هېواد پورې تړاو لري او دکومو موخو لپاره د افغانستان په فضا کې الوتنې کوي.

څه موده وړاندې کابل ټیلیګراف ته یوې سرچینې ویلي وو چې طالب چارواکي د بې‌پيلوټه الوتکو له ویرې هره شېبه د خپلو ځایونو د بدلولو په حال کې دي. د سرچینې په خبرې طالب مشران د شپې ډوډۍ یو ځای خوري خو د خوب لپاره بلې سیمې ته ځي.

تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د بې‌پیلوټه الوتکوو په تړاو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې وه چې ګنې دغه الوتکې له دغه هېواده افغانستان ته راځي.

نوموړي څه موده وړاندې په یوه بله غونډه کې ویلي وو چې اسلامي امارت به ډېر ژر د افغانستان هوايي حریم په خپله
اختیار کې راولي. وروسته داسې اوازې هم وې چې ګنې طالبان په بګرام کې د چین هېواد په مرسته رادار ضد سیستم فعالوي خو د طالبانو دفاع وزارت او چین هېواد په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.