پاکستان د طالبانو حکومت د ټي.ټي.پي دوو غړو ته په پناه ورکولو تورن کړ
د پاکستان جیو نیوز تلویزیون د دغه هېواد د امنيتي سرچينو له قوله په يو راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د تحریک يو مهم غړي نورولي محسود او مزاحم محسود ته پناه ورکړې او پراخ امکانات يې ورته برابر کړي دي.
په راپور کې راغلي چې نورولي محسود ته د اوسېدو ځانګړی ځای، ۲۰۰۵ ماډل موټر او دوه ميله وسلې ورکړل شوي دي.
دغه راز په راپور کې ادعا شوې چې مزاحم محسود ته هم په ۲۰۲۴ د جنورۍ په ۲۲مه ورته پروتوکول ورکړل شوی دی چې له مخې يې نوموړي ته په کابل او د افغانستان په جنوب کې د ګرځېدو او اوسېدو، او څلور ميله وسلو د ګرځولو اجازه ورکړل شوی ده.
د پاکستاني امنيتي سرچينو په وینا د افغانستان سرپرست حکومت ته په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د غړیو د اوسېدو پوره معلومات شته، دغه راز يې په ټينګار سره ويلي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د روزنې مرکزونه په افغانستان کې موجود دي او ورته د اکمالاتو زمینه سازي هم کېږي.
که څه هم طالبان چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو په ځلونو په خپله خاوره کې د وسله والو موجودیت او له دې ځایه نړۍ او سيمې ته د ګواښ پېښېدل رد کړي دي.
تازه د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په يو خبري کنفرانس کې ويلي وو چې پاکستان په افغانستان کې د وسله وال ډلو موجودیت په اړه اسناد نه لري او دا يې بې ځایه اوازې بللې وې.
فطرت زیاتوي پاکستان د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان ور اچوي.
نوموړی وايي: ” پاکستان باید په پرلپسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان ونه اچوي، او موږ د پاکستان ادعا په کلکه ردوو، د ټي ټي پي تمول او تجهیز له افغانستانه نه کېږي.”
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې حملې تنظیموي خو د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه هېڅ ثبوت او شواهد نه لري.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله شهباز شریف د دې هېواد د کابینې په غونډه کې ویلي چې په پاکستان کې بریدونه دافغانستان په خاوره کې تنظیمیږي، هغه ادعا چې افغان طالبانو په ځلونو رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي.