ځانګړي برخهراپورونه

زر تنه افغان ښځې د طالبانو په زندانونو کې بندېانې دي

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، دا مهال ۱۰۰۰ تنه ښځې د هېواد په زندانونو کې بندیانې دي.

د دې ادارې لپاره د طالبانو سرپرست محمد یوسف مستري نن یکشنبه کابل کې د ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل چې دا ۱۰۰۰ تنه ښځې د هېواد د محاکمو لخوا په زندان محکومې شوې دي.
نوموړي وویل: “په هېواد کې له لسو تر ۱۱ زرو بندیان لرو په دې بندیانو کې ۱۰۰۰ یې ښځې دي.”

د زندانونو چارو سمون اداره وايي، د افغانستان په زندانونو کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ ماشومان هم بندیان دي خو دا یې ونه ویل چې دا ماشومان په درالتادیب کې ساتل کیږي او که له لویانو سره وخت تیروي

د زندانونوچارو د سمون اداري چارواکي دغه راز زیاتوي، دا مهال په ۱۲ هېوادونو کې شاوخوا ۹ زره افغانان بندیان دي
چې یوازې ۶زره یې په ایران کې دي.
د مستري په خبره، له ایران څخه تر دې دمه ۱۱۵۸ زندانیان بېرته خپل هېوادته راانتقال شوي دي.

نوموړی زیاتوي:” درې افغان بندیان مو له کویټ راوړي. له پاکستانه استرداد کړي بندیان لرو انتقال نه لرو. دوه بندیان مو له چینه راوړي دي. یو بندي په چین کې وفات شو. هغلته ۲۴ کسان بندیان دي. دوه بندیان مو له یمن راوړي.”

هغه زیاتوي لسو هېوادنو ته یې وړاندیز کړی چې افغان بندیان دوی ته وسپاري.

د طالبانو د زندانونو چارو سمون ادارې د د دوی تر واک لاندې په زندانونو کې د بندیانو د شکجنې راپورونه هم په کلکه رد کړل، داسې مهال چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې طالبان د بندیانو په شکجنه او ورسره په ناوړه چلند تورن کړي دي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د شخصي زندانونو موجودیت هم رد کړو خو وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېت ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو یو شمېر غړي شخصي زندانونه لري.
د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنې په یوې تازه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د غړو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې دي.

د دغې موسسې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څېړنه یې په ۳۵ ولایتونو (تخار، سرپل، جوزجان، بغلان، کندز، بلخ، دایکندي، بدخشان، بامیان، پروان، غور، فراه، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، کندهار، میدان وردګ، کابل، ارزګان، کاپیسا، نیمروز، هرات، پکتیا، هلمند او غزني) کې ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له زندانونو یو شمېر خوشې شوې میرمنې چې دا مهال جلا وطنې دي په ټولنیزو رسنیو کې پر هغوی د طالبانو لخوا د جنسي تیريو تور پورې کړی.