وروسته له هغې چې په غزه کې د اسرائیلي پوځيانو له لوري د شپږو اسیرانو جسدونه وموندل شول، له پرون راهېسې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد اسرائیلو پراخ لاریونونه پیل کړي دي.
مظاهره کوونکي د غزې پر جګړې نیوکه کوي، په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي او د نتنیاهو پر ضد شعارونه ورکوي.
لاریونوالو تېره شپه تر ناوخته د ښار مختلف واټونه بند کړي وو چې د پولیسو او لاريون کوونکو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.
قهرېدولو مظاهره کوونکو د حماس ډلې سره د مذاکراتو د پيل غږونه کول او له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو يې وغوښتل چې د فلسطين د حماس غورځنګ ډلې سره د دې د اوربند د خبرو اترو لپاره لاره حواره کړي.
لاريونوالو په پلازمېنه تل ابیب کې سرکونه بند کړي او په غربي يورشلم ښار کې د نتنیاهو د دفتر په شاوخوا کې هم راټول شوي دي.
اسرائیل د تېرې شنبې په ورځ وويل چې د دوی ځواکونو د غزې تړانګه کې د حماس له خوا د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي دي.