خبرونهسیمه

پاکستان کې چاودنې درې تنه وژلي

په پاکستان کې پولیس وایي د دې هیواد په شمالی خیرپښتونخوا سیمه کې د سړک غاړې د بم په چاودنې کې درې تنه وژل شوی دي.

پولیسو ویلي چې دوه تنه وژل شوي امنیتي چارواکي و او د دریم وژل شوي کس په هکله یې څه ندي ویلي.

 د پولیسو په اعلامیې کې د امنيتي چارواکو په هکله نور معلومات ندي ورکړل شوي چې د کومو ادارو سره یې کار کاوه.

په سیمې کې د پولیسو مشر عبدالرحیم ویلي چې دا پیښه د خیبر پښتونخوا د کوهستان په ولسوالۍ کې شویده.

دا بس موټر د داسو ولسوالۍ ته روان و چې د چین په مرستې پکې د پاکستان حکومت د هیواد تر ټولو ستر برښنا کوټ جوړوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو د کولو شک به یې د تحریک طالبان پاکستان په ډلې ښایي واچول شي چې د څو کالونو راهیسې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.