په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر محمد سهيل شاهين وايي چې په دوحه کې يې د افغانستان لپاره د برتانیا سفارت له چارسمبالي رابرټ ډېکسن سره لیدلي دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په دغه ناسته کې يې په افغانستان کې د روان وضعيت، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو د حکومت د تعامل او ګډو ګټو په تړاو خبرې کړي دي.
سهيل شاهين دا هم لیکلي چې په دغه ناسته کې ورسره د قطر د سياسي دفتر نور غړي هم موجود وو.
نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي.