د طالبانو په حکومت کې د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه سبا د چهار شنبې په ورځ ۱۵ ميليونه ډالر لېلاموي.
د افغانستان بانک له لوري نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چهار شنبې په ورځ به د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.