د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، یوازې د همدې تیرې اګست په میاشت کې په ایران کې ۸۱ کسان اعدام شوي، پداسې حال کې چې د جولای په میاشت کې بیا ۴۵ تنه په دار ځړول شوي و.
په اعلامیې کې ویل شوي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر ۴۰۰ ډیر کسان اعدام شویدي چې ۱۵ پکې میرمنې وې.
د کارپوهانو دا ډله چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل کیږي، په ایران کې د اعدامونو په ډیروالي ژوره اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې او د محکمې پرته او خپلسري توګه د اعدامونو په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو ویلي چې تیره میاشت په ایران کې ۴۱ تنه اعدام شوي کسان هغوي و چې د مخدره موادو پورې سره تړلو جنایاتو باندې محکوم شوي و.
دې ادارو ویلي چې په ایران کې د مخدره موادو پورې تړلو جنایاتو کې اعدامونه د نړیوالو اصولو څخه سرغړاونه ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د مخدره موادو پورې تړلو جرمونو له کبله اعدامونه غندلي دي او دا یې هم ویلي چې تیر کال پدې هیواد کې څه باندې ۴۰۰ کسان د همدا شان تورونو له کبله اعدام شوي.
دوي همدرانګه ویلي داسې راپورونه یې تر لاسه کړي ترې ثابتیږي د اعدامونو په سزاګانو کې ډیری وخت عدالت په سمه توګه نه پلی کیږي.