خبرونهنړۍ

امریکا کې د یوه وسله‌وال ډزې؛ پنځه تنه ټپیان شوي

د امریکا متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې یوه وسله‌وال د امریکایانو په رسم ګذشت باندې ډزې کړي چې له امله یې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

پولیس وایي پیښه په سمیه ایز وخت د ماسپښین په ۲ بجو او ۳۵ دقیقو شوې.

پدې رسم ګذشت کې چې د کاریبین کلتور پکې لمانځل کیده، زرګونو کسانو برخه اخیستې وه. ګډونوالو پدې کلنیو مراسمو کې دودیزې جامې اغوستې وې او نڅاوې یې کولې.

د نیویارک ښار پولیسو ویلي چې د دوو ټپي شویو کسانو وضعیت نازک دی او درې نور بیا برسیرن ټپي شوي او ښایي له مرګ وژغورل شي.

برید ګر له سیمې تښتیدلی او تر اوسه د برید انګیزې او برید کوونکي پیژندګلوۍ په باره کې څه ندي ویل شوي.

د متحد ایالاتو د سنا مجلس مشر، چک شومر هم پدې رسم ګذشت کې برخه اخیستې وه.

د مراسمو تنظیموونکو له عیني شاهدانو غوښتي چې د برید په هکله ویډیوګانې د پولیسو سره شریکې کاندي.

پدې رسم ګذشت کې ګډونوال تقریباً دوه میله پیاده مزل کوي، ګډونوال رنګا رنګ جامې اغوندي او یو شمیر امریکایي سیاستوال چې پښت یې له غرب الهند دی، پدې مراسمو کې ګډون کوي.

دا لومړی ځل ندی چې پدې رسم ګذشت باندې برید کیږي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم دې رسم ګذشت سره نږدې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپي شول.