افغانستانخبرونهځانګړي برخه
عباس ستانکزي د چین مرستيال سفير سره لیدل
د طالبانو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چين سفارت له مرستیال باو ژو سره لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت په يو بیان کې ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان او چین په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو سیمه ېیزو پرمختګونو خبرې وشوې.
عباس ستانکزي له افغانستان سره د چین د مرستو له مننې سربېره د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او د پیاوړتیا هیله یې څرگنده کړه.
د چین سفارت مرستيال د چین او افغانستان د دوه اړخیزې همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې یې د پرمختگونو یادونه وکړه، وویل هېواد یې غواړي چینايي سوداگر په افغانستان کې پانگونې ته تشویق کړي او له افغانستان سره یې د خپلو اړیکو ټینگښت ارزښتمن یاد کړ.