خبرونهنړۍ

نایجریا کې د وسله والو برید؛ ۸۱ کسان وژل شوي

د نایجریا هیواد په شمال ختیځ کې د یوبي په الایت کې د وسله والو په بریدونو لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر تري تم شوي دي..

د یوبي ایالت د پولیسو ویاند عبدالکریم دونګس د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بوکو حرام شاوخوا ۱۵۰ مشکوکو وسله والو چې په موټر سایکلو سپاره و او په ټوپکو او آر پي جي توغندیو سمبال و، د مافا په کلي برید کړی.

دونګس زیاته کړه چې وسله والو د خلکو کورونو او هټیو ته اور اچولی او لا هم د وژل شویو او ټپي شویو کسانو دقیق شمیر ندی معلوم.

د پولیسو دې چارواکي زیاته کړه چې څه موده وړاندې د همدې کلیو څارګرو د بوکو حرام دوه “ترهګر” وژلي و او ښایي چې د همدې کسانو د غچ اخیستو په خاطر یې دا برید کړی وي.

په سیمې کې حکومتي چارواکو ویلي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل شوي او دا یې هم ویلي چې یو شمیر کسان سیمې ته د حکومتي سرتیرو تر رسیدو وړاندې خښ شوي و.

چارواکو همدارنګه ویلي چې ګڼ شمیر کسان بې درکه شویدي او د ځای ځایګي په هکله یې هیڅ معلومات نشته.

د بوکو حرام ډلې لا تر اوسه پدې برید باندې تبصره نده کړې.