افغانستانخبرونه

راپور: طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کولو لپاره ښځینه جاسوسانې ګومارلي

ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پلي کولو لپاره ښځینه جاسوسانې ګومارلې دي.

د هغه راپور له مخې چې دې رسنۍ پرون (دوشنبه، ۱۲ د وږي) خپور کړی، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي ويلي چې د ټولو ښځو د کنټرول لپاره د دې جاسوسانو ګومارل «اړتیا» ده.

ټیلیګراف ليکلي چې طالبانو دا ښځې ګومارلې چې د ټولو ښځو انسټیګرام پاڼې دې وڅاري او ودې ګوري چې هغوی لوڅ مخ انځورونه خپروي او کنه.

د ښځو په چارو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي ټیلیګراف ته ويلي: «تاسو پوهېږئ چې ټیلیګرام څرنګه کار کوي … هغوی کولای شي چې خپلې پاڼې پټې کړي تر څو یې څوک ونه ليدلای شي، خو موږ داسې ښځې لرو چې زموږ سترګې دي.»

ده زیاته کړې چې ځيني ښځې دې کار ته اړې کړل شوې دي او ځيني نورې د خپل کار په بدل کې پیسې اخلي او هغوی همدا راز پر سړکونو له نارینه‌وو سره یو ځای خپل ماموریت ترسره کوي.