ځانګړي برخهراپورونه

امربالمعروف وزارت: خبریالان دې د رسنیو له لارې د نړۍ‌والو پر ضد د طالبانو دفاع وکړي

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د افغانستان د کورنیو رسنیو له استازو سره په یوه لیدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د حکومت دفاع وکړي او د قلم له لارې د دوی مخالفینو ته ځواب ورکړي.
د دې وزارت معیین سعید احمد شهیدخیل پرون سې‌شنبه د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د رسنیو استازو ته ویلي چې طالبانو خپله قرباني ورکړې او اوس سنګر د رسنیو سره دی.
د نوموړي په وینا، خبریالان او ژورنالستان دې د رسنیو په سنګر کې د طالبانو دفاع ته راودانګي.

نوموړي وویل، طالبان پر نړیوالو حق لري چې په رسمیت وپېژندل شي.
د هغه په خبره که نړۍوال د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل د رسمیت‌پېژندنې پر وړاندې خنډ بولي نو په خبره یې، د پخواني حکومت په وخت کې هم په اویا فیصده خاوره کې د تعلیم او پوهې څرک نه لګېد خو بیا هم د هغه وخت حکومت په رسمیت پېژندل شوی و.

شهیدخېل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سفري بندیزونو په لېست کې هم شامل دی وايي، د نړۍوالو د نه رسمیت‌پېژندلو زیان یوازې ملکي وګړو، سوداګرو او عامو خلکو ته رسېږي او د طالبانو چارواکي هېڅ زیان نه ویني.

هغه د رسنیو پر مسوولینو غږ وکړ چې په سمه بڼه د امربالمعروف وزارت نوی توشیح شوی قانون تر هېوادوالو ورسوي او خپله هم دا قانون پلی کړي.

د امربالمعروف قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو پر غږ بندیز اعلان شوی، خو د امریالمعروف وزارت مرستیال په دې ناسته کې په ډاګه کړه چې یاد قانون استثناات هم لري. هغه که څه هم په رسنیو کې د ښځو د غږ بندېدو یا په ټلویزیونونو کې د ذیروح شیانو تصویر خپرولو ته کومه اشاره نه لرله خو په خبره یې، د اړتیا او ضرورت پر اساس قانون کې استثناات هم شته.

د رسنیو له استازو سره پلازمېنه کابل کې دا ناستې داسې مهال جوړیږي چې تازه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو په ننګرهار، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د رسنیو له استازو سره ناستې کړې دي او د نوي قانون په اړه د معلوماتو تر څنګ یې پر نورو مسایلو هم دغو مسوولینو ته معلومات ورکړي دي.

له خبریالانو او د استازو له رسنیو سره د ناستو زیاتوالی یو نوی ګام دی چې د طالبانو له لوري اخیستل شوی او وبه لیدل شي چې دوی له دې لارې څه موخې لري.