د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې د طالبانو د لومړي وزیر له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ويلي چې یوناما په افغانستان کې د تاریاکو د بدیل کښت په اړه د هیوادونو او خصوصي بنسټونو له استازو سره غونډه کوي.
د طالبانو د لومړي وزیر دفتر نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) اعلامیه خپره کړې او په هغې کې يې د اغلې اوتنبایوا له خولې ويلي چې دې غونډې ته به د طالبانو استازي هم راوبلل شي.
د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې نه ده روښانه شوې چې دا غونډه څه وخت او چيرته جوړېږي.
په دې اعلامیه کې د یوناما د رییس په قول ويل شوي چې له هر ډول نشيي توکو سره مبارزه، د روږدو درملنه او له کروندګرو سره مرسته د دې غونډې نور موضوعات دي.
اغلې اوتنبایوا زیاته کړې: «زیات کار ته اړتیا ده، تر څو د نشيي توکو د څو لسیزو د تولید او کاروبار اغېز ختم کړل شي.»
د طالبانو د لومړي وزیر سياسي مرستیال ويلي چې دا ډله د نشيي توکو په اړه ښکاره دریځ لري او د نشيي توکو کرلو او پېروپلور ته اجازه نه ورکوي.
ده زیاته کړې چې طالبانو له نشيي توکو سره د مبارزې لپاره یو عالي کمیسیون جوړ کړی چې تر غونډې وروسته به له اړوندو ادارو، نړیوالو بنسټونو او یوناما سره هم غونډې ولري.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته بیا-بیا ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې يې د نشيي توکو تولید صفر کچې ته رسولی دی.
خو له دې سره-سره، دې ډلې د روان کال پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د نشيي توکو د لسګونه هکټاره کښتونو د اړولو خبر ورکړی او ځيني وختونه د تاریاکو د اړولو پر سر له سیمهییزو خلګو سره هم په شخړه اوښتي.