د امریکا متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت د وینډر ښار یوه ښوونځي کې په ډزو ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
وینډر د جورجیا د مرکز اتلانتا شمال ختیځ ته په شاوخوا ۷۲ کیلومترۍ کې پروت دی او دا پېښه د دغه ښار په اپلاچي نومي ښوونځي کې شوې ده.
چارواکي وايي، ټپيان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.
په ډزو کې د وژل شویو کسانو په اړه ویل شوي چې دوه زدکوونکي او دوه ښوونکي دي.
چارواکو ويلي د کلوت ګری په نوم یو ۱۴ کلن زدکوونکی د ډزو دې پېښې په شک نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ اعلان کړی چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې “اېفبيای” مامورین سیمې ته رسېدلې او د پېښې په تړاو څېړنې کوي.
هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې پېښه خواشینې ښودلې او ویلي یې دي، د دغو کسانو پر مړینه چې “ژوند یې د وسلو د ډېر بې معنی تاوتریخوالي له کبله رالنډ شو” غمجن دی.
هغه همدا راز یو ځل بیا امریکا کې د دا وړ پېښو مخنیوي لپاره پر وسلو د کنټرول ډېرېدو غوښتنه کړې ده.