د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چازو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په صفري نقطه کې لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو پلاوو د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې په صفري نقطه کې سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د نهايي تیاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د دواړو لوریو اړوندو ټیمونو په نژدې راتلونکي کې د یادو سترو پروژو د پرانیستې مراسمو تیاري هم وارزول.