له قزاقستان وروسته قرغیزستان په رسمي توګه د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم اېستلی دی.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په يو بیان کې تایید کړې چې دا پرېکړه په افغانستان او سیمه کې د ثبات ټینګښټ دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې افغانستان او سیمه کې د یوه باثباته او سولهییز چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته ژمن دی.
بلخوا د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د قرغیزستان د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د اړیکو د ټینګښت پر وړاندې د خنډونو د لهمنځه وړو لپاره یو اقدام بللی دی.
د تېرو درېوو کلونو پرمهال سرپرست حکومت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پراخ تعامل لري او له یوشمېر هیوادونو سره یې تجارتي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي، خو تراوسه کوم هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.