د راپورنو له مخې، د نایجیریا هېواد په شمال مرکزي برخې کې د تیلو یو ټانګر په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې مسؤلینو ویلي چې پیښه د نایجر په ایالت کې هغه وخت وشوه چې د تیلو ټانکر د یو بل موټر سره وجنګید.
چارواکو ویلي چې د تیلو موټر د یوې لارۍ سره جنګیدلی چې مساپر او حیوانات پکې بار و. پدې پیښې کې ګڼ شمیر نورو موټرو ته هم زیان رسیدلی چې د پیښې پر وخت په سیمه کې موجود و.
سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې دوو نورو موټرو هم په ټکر کې اور اخیستی و.
د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې ویاند حسین ابراهیم مطبوعاتو ته ویلي چې پدې پیښې کې ټول ټال ۴۸ تنه وژل شویدي او لا هم مسؤلین لګیا دي د ټکر سیمه پاکوي.
په نایجیریا کې د نفتو ملي شرکت تیره اوونۍ پدې هیواد کې د تیلو نرخونه ۳۹ په سلو کې پداسې حال کې لوړ کړل چې لا هم خلک د تیلو د کموالي سره مخ دي.
له همدې کبله ګڼ شمیر خلک هره ورځ په غټو ښارونو او ښارګوټو کې ساعتونه ساعتونه په موټرو کې د تیلو اچولو لپاره په کتارونو کې دریږي.