لوبې
ابراهیم ځدراڼ د نیوزیلېنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې نه لوبېږي
افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی، ابراهیم ځدراڼ د چپې پښې «ښنګري» د اوښتو له کبله د نیوزیلېنډ پر وړاندې ټېسټ او سوېلې افریقا پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ کې ګډون نهشي کولی.
یاد بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځدراڼ د نیوزیلېنډ لوبډلې پر وړاندې د سبانۍ لوبې لپاره د تمرین پرمهال ژوبل او په لوبډله کې له لوبېدو پاتې شوی دی.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ډاکټر ویلي چې د ابراهیم ښنګري یو څه کلکه ضربه لیدلې او د بشپړې درملنې لپاره متخصص ډاکټر ته مخته شوی دی.
د یادونې ده چې د نیوزیلېنډ او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه سبا (دوشنبه، وږي ۱۹مه) د کابل پرمهال سهار ۹:۰۰ بجې پېلېږي او د همدې میاشې پر ۲۳مه پای ته رسېږي.