افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه او د افغانستان د استازې اندېښنې

په جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندیشه وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د اووه پنځوسمې غونډې مهمه او کلیدي موضوع ده.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه نن (دوشنبه، ۱۹ د وږي) د سویس په جینوا ښار کې جوړه شي.

د اندیشه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک به نن د جینوا پر وخت تر غرمې وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

اندیشه وايي، چې په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د پوښتنې کولو بهیر او شته انتخابونه وارزول شي.

دی همدا راز وايي، چې تر دې راپور وروسته به ولکر ترک، ریچارډ بېنټ او له افغانستانه دوه تنه به په یوه پینل کې ګډون وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو به د شورا له نورو غړو سره خبرې-اترې وکړي.

په جینوا کې د افغانستان استازي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې به د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي په توګه د ریچارډ بېنټ ماموریت وغزول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه به د اکټوبر تر یوولسمې روانه وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په داسې حال کې ارزول کېږي چې طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر ورتګ بندیز لګولی دی.