
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دوشنبه سپټمبر نهمه (وږي۱۹) په ریاض کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د خلیج همکارۍ شورا د شپږو نورو هیوادونو چارواکو سره کتلي دي.
سره لدې چې ددې ملاقات ټول جزیات مطبوعاتو سره ندي شریک شوي خو د سعودي دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې ښاغلي لاوروف او ښاغلي سلمان په ” تازه سیمه ایزو او نړیوالو انکشافاتو” خبرې کړیدي.
لاوروف همدرانګه د محمد بن سلمان سره تر ملاقات وړاندې د بحرین، عربي متحده اماراتو، قطر، کویټ او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي چې ټول یې په دودیزه توګه د متحده ایالاتو شریکان دي.
په اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته سعودي عربستان چې په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی، د کیف او مسکو تر منځ په شخړې کې بې طرفي ښودلې او د تیلو په پالیسۍ کې یې د مسکو سره له نږدې همکارې هم ساتلې ده.
سعودي عربستان همدارنګه د روسیې او اوکراین تر منځ د احتمالي منځګړي په توګه هم خپل موقف ساتلی دی.
عربي متحده اماراتو همدارنګه د همدې تیرې اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو په تبادلې کې یې منځګړتوب کړی و چې له مخې یې د دواړو هیوادونو ۲۳۰ بندیان خوشې شول.