افغانستانخبرونه

ناروې کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت بندوي

د ناروې په پایتخت اسلو کې د افغانستان د مخکني حکومت دیپلوماتانو دوشنبه سپټمبر نهمه (وږي۱۹) ویلي چې ډیر ژر به ددې سفارت فعالیت بند شي او د سفارت ودانۍ به د ناروې حکومت ته وسپارل شي.

دې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارات د ناروې په ګډون په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان قونسلي اجراات بې اعتباره وبلل.

د طالبانو حکومت د همدې روان ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰ مه په یوه اطلاعیه کې په ۱۳ اروپايي او امریکايي هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو له خوا افغانانو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.

تر ناروې وړاندې په بریتانیې کې هم د افغانستان سفارت ویلي و چې چارې یې بندې کړي دي.

د دې سفارت مسؤلینو تیره ورځ په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې دغه سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۴مه د “کوربه هېواد په رسمي غوښتنه” تړل کېږي.

ځینو راپورونو کې چې کره‌والی یې تر اوسه تائید شوی نه دی راغلي دي چې د برتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان د سفارت له مامورینو څخه غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې له برتانیا څخه ووځي او یا په دغه هېواد کې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره عریضه وکړي.

د برتانیا حکومت تر اوسه په لندن کې د افغانستان د سفارت د تړلو په تړاو په رسمي توګه تبصره نه ده کړې.