افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه روغتیايي درملو مرسته وکړه

اروپايي ټولنه وايي، چې د بشري مرستو درېیمه جوپه کې يې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیايي توکو يوه کڅوړه مرسته رسېدلې ده.
دغه مرستې پرون د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د طالبانو د روغتيا وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي.
اروپايي ټولنې په يو بیان کې ويلي چې د بشري مرستو دغه روغتيايي کڅوړه به د روغتیا برخه کې بې وزله افغان وګړو ته وویشل شي.
اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهېسې چې طالبانو پر کابل ولکه ټينګه کړې تر اوسه په ۳۷ الوتنو کې ۱۸۵۰ ټنه بشري مرستې افغانستان ته لېږلي.