افغانستانخبرونه

رینا امیري د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنر سره د افغان کډوالو په ستونزو غږېدلې

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه غږېدلې ده.
مېرمن امیري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې فلیپو ګراندي سره يې په يوه انلاین غونډه کې په دې تړاو خبرې کړې دي.
هغې په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي، خو امریکا له‌دې مخکې افغانستان ته په تېره له پاکستان څخه په زوره د هغو افغانانو پر ستنولو ژوره اندېښنه ښودلې وه چې احتمالاً ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
د پاکستان ترڅنګ چې د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې یې شاوخوا شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري، د افغانستان د بل ګاونډ ایران چارواکو هم اعلان کړی چې په سلګونه زره بې‌اسناده افغانان به له خپلې خاورې وباسي.