افغانستانخبرونه

طالبان:  په تېر یوه کال کې ۱۹۶۶۹ مدرسې جوړې شوي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په تېر یو کال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نږدې شل زره دینې مدرسې جوړي کړي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د څه باندې شپږ میلیونه نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، په تېر کال کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسلامي زده‌کړو ۲۱۲۷۵ مرکزونه جوړ شوي چې نږدې شل زره یې مدرسي دي.

د دې وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال مولوي کرامت‌الله اخند نن چهار شنبه د سپټمبر يوولسمه د “تېر يو کال لاسته راوړنو د تشريح” په نوم خبري غونډې ته وويل چې په دې دینې مدرسو کې ۳ میلیونه ۸۷زره او ۲۰۰ تنه په زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: “د پوهنې وزارت د ټول هېواد په کچه د ۱۹زره ٦٦٩ مدرسو، ۱۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده‌کړو ۲۱زره ٢۵٧ مرکزونه جوړ شوي چې ۳ میلیونه ۶۸۷زره او ۲۰۰ تنه په‌کې په اسلامي زده‌کړو بوخت دي.”

خو نوموړي ونه ویل چې په دې مدرسو کې څومره نجونې او څومره نارینه زده‌کوونکې په دینې زده‌کړو بوخت دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د نجونو له وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړلي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت د معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې چې په راتلونکې ١۴٠۴ لمریز کال کې ۱۶زره نورې دینې مدرسې هم جوړې کړي.