کابل کې یو شمېر مېرمنو د طالبانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ
په کابل کې”د افغانستان د مېرمنو د پرمختګ تاریخي غورځنګ” یو شمېر غړو لاریون وکړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دا مېرمنې چې د طالبانو پر وړاندې د دوی د مبارزې د درې کلونو د پوره کېدو او دغه راز د یو شمېر بهرنیو هېوادونو لخوا طالبانو ته د سفارتونو د سپارلو د غندنې له امله راوتلې وې، له طالبانو څخه یې د نړیوالو پر ملاتړ توندې نیوکې
وکړې.
دغو مېرمنو په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړه چې پکې له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه شوې، څو پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې له هغو ډلهییزو اعدامونو مخنیوی وکړي چې د طالبانو ډیکتاتورۍ او د حق غوښتنې په جرم اعدامېږي. د دوی په وینا له قانوني اړخه د توجیه وړ نه دي.
د افغانستان د مېرمنو د پرمختګ تاریخي غورځنګ غړو ادعا وکړه چې طالبانو د افغانستان خاوره د سیمهییزو او نړۍوالو ترهګرو لپاره په امن ځای بدله کړې، چې تر بل هر وخته یې نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه غورځنګ ویلي:” د طالبانو ډېری رهبران چې د نړۍوالو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي څنګه بهرني سفرونه کولای شي؟ دا په خپله د خطر زنګ دی.”
دغه غورځنګ طالبانو ته د سیاسي استازولیو او سفارتونو پر سپارلو هم کلکه نیوکه وکړه. دوی وویل: “هغه حکومت ته چې نه کورنی او نه هم نړۍوال مشروعیت لري د افغانستان د خلکو سیاسي استازولیو سپارل په خپله د افغانستان د خلکو ټولنیزو او فردي ازادیو ته د شا کولو په مانا ده.”
دغو مېرمنو داسې مهال د طالبانو پر ضد په کابل کې لاریون کړی دی چې تر دې مخکې ورته لاریونونه د طالبانو لخواسخت ځپل شوي او ګډونوالې یې په زندانونو کې اچول شوې دي.
ددې لاریون په اړه هم ویل کېږي چې دوی د طالبانو له لوري له کوم تاوتریخوالي سره نه دي مخ شوې.