په البانیا کې د ښځو حقونو څه باندې ۱۳۰ فعالانو او متعرضو مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې واحدې ټلوالې جوړېدو په موخه راټولې شوې دي.
ګاردین چهارشنبه د وږي پر ۲۱مه راپور ورکړی چې فعالانې او معترضې ښځې له بېلابېلو هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره ورغلې وې.
د مخکېنۍ ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي د دې ناستې د جوړېدو موخه د طالبانو د «ځپنې پالیسۍ» پر وړاندې درېدل ښوولې ده.
د راپور له مخې، ځينو معترضو ښځو غوښتل چې له افغانستان څخه دغې ناستې ورشي؛ خو له ورتګه یې مخنیوی شوی دی.
دې ناستې د البانیا په پلازمېنې تیرانا کې درې ورځې دوام کړی دی.
ویل شوي چې د ناستې په پای کې به ګډونوالې ښځې له ملګرو ملتونو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.
دا ناسته د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون له توشیح وروسته جوړه شوې ده.