د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بغداد ته د سفر پرمهال له خپل عراقي سيال سره د لیدنې پرمهال په اسلامي هېوادونو کې د امنيت د ټينګښت، ټيکاو او پرمختګ لپاره د اروپايي اتحاديې په څېر د اسلامي هېوادونو د اتحاديې د رامنځته کولو په اړتيا ټينګار وکړ.
نوموړي دغه راز له خپل سيال عبدالطیف جمال رشيد سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي، ټولنيزو، اقتصادي او سیاسي اړيکو د پراختيا لپاره د يو دوه اړخيزه کمېسيون د رامنځته کېدو غوښتنه هم وکړه.
هغه دا هم وويل چې اسلامي هېوادونه بايد خپلمنځي سرحدونه لکه د اروپايي اتحاديې په څېر له منځه يوسي او د اسلامي هېوادونو يوه اتحاديه بايد رامنځته شي.
په دغه ناسته کې د عراق ولسمشر عبدالطیف جمال رشيد هم ټينګار وکړ چې اسلامي هېوادونه بايد په خپلو کې د سوداګريزو راکړو ورکړو او نورو مسايلو کې د ډالرو ګټه اخېستل بند کړي.
او دغه راز يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختيا لپاره د ایران د لېوالتيا ستاينه او د همکارۍ ډاډ ورکړ.