خبرونهسیمه

پاکستاني پوليسو په بنو او باجوړ کې احتجاج کړی

راپورونه وايي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا اړوند د باجوړ او بنو ولسواليو پوليسو د نا امنۍ د ډېروالي او پر دوی د بریدونو په غبرګون کې احتجاج کړی دی.

تر دې وړاندې د لکي مروت ولسوالۍ پولیسو هم له تېرو دوو اوونيو راهېسې احتجاج پيل کړی دی.

په درې واړو ولسواليو کې د سېپټېمبر میاشتې له پیله پر پولیسو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

په بنو کې نن د پولیسو یو سرتېری په ډومېل سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په هدفي برید کې ووژل شو او په باجوړ کې تر دې یوه ورځ وړاندې موټرسایکل سپرو وسله والو د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې چې پهکې یې ساتونکی پولیس سرتېری او یو روغتیايي کارکوونکی ووژل شول.

د بنو پولیس وايي، په ډومېل کې د وژل شوي پولیس سرتېري مړی به تر هغې خاورو ته نه سپاري، ترڅو یې چې وژونکي نه وي نیول شوي. د دغه پولیس سرتېري د وژلو مسوولیت لا چا نه دی منلې. په باجوړ کې پولیسو نن احتجاج پیل کړی دی. دوی د پولیسو د ځايي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.