د روغتیا نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی، په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب په پایله کې ۲٫۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم گیبریسوس نن (پنجشنبه، د وږي ۲۲مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ددغو ماشومانو له ډلې ۸۵۰ زره په شدیده ځوارځواکۍ اخته دي.
نوموړي زیاته کړې:”د هېواد د ټولو وګړو درېیمه برخه د خوړو په ناخوندي سیمو کې ژوند کوي چې سېلابونو او وچکالۍ د دوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی.”
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، چې دغه سازمان له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کړې چې سږکال په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې په ۱۴۰ مرکزونو کې د څه د پاسه ۲۱ زرو هغو ماشومانو تداوي وکړي چې په سختې
خوارځواکۍ اخته وو.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې لا ډېر څه ته اړتیا ده. هغه پر نړیوالو هم غږ کړی چې د روغتیا سازمان او شریکانو سره په ګډه یې د اړتیا وړ روغتیايي کمکونو او خوړو په رسولو کې بېړنۍ مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال ویلي وو، د خوارځواکۍ د مخنیوي له پاره بیړه نۍ مرستې په افغانستان کې د بشري مرستو د تمویل تر ټولو اساسي برخه جوړوي، داسې برخه چې د افغانستان د راتلونکې استازیتوب کوي او د هغه د
راتلونکي نسل په پایښت او روغتیا کې راځلېږي. له هغو نه لاس اخیستل، له خطر سره ددغو کوچنیانو او پخپله د افغانستان د راتلونکی د مخامخولو مانا لري.