خبرونهنړۍ

امریکا او اردن له خپلو اتباعو غوښتي چې له لبنان هېواده ووځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکايي اتباعو غوښتي چې له سوداګریزو غوارويو څخه په کار اخيستنې له لبنان څخه ووځي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتيا کې ویلي: «د حزب الله او اسراٸيلو ترمنځ د روانې جګړې د نه اټکل شوي ماهیت او په بیروت کې د جلما څخه د لبنان وروستیو چاودنو له امله، د متحده ایالاتو سفارت د متحده ایالاتو اتباعو څخه غواړي ترهغه چې سوداګریز انتخابونه شتون ولري، لبنان پرېږدي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتيا کې ویلي: «اوس مهال سوداګریزې الوتنې شتون لري؛ خو د دوی ظرفیت کم شوی دی. که امنیتي وضعیت خراب شي، ممکن د هېواد پرېښودو لپاره سوداګریز انتخابونه هم شتون ونلري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸيلو پر لبنان خپل هوايي بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې په دغه هېواد کې د حزب الله اړوند اهدافو باندې څو ځله بریدونه کړي دي.