افغانستانخبرونه

راټواټه: افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابروو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال او بشري مرستو همغږی کوونکی ایندریکا راټواټه وايي هڅه کوي چې، افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابره کړي.

هغه چې، د ملګرو ملتونو شریکانو کړنو ارزونې په موخه بدخشان ته تللی زیاتوي د للمي ځمکو اوبیزې کول د کروندګرو بنسټیزه اړتیا ده.

بل پلو بدخشان کې کروندګر وايي، که‌چېرې ورته اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سرې ورکړل شي، کوکنار به ونه‌کري.

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، دغه سازمان ژمنه لري چې، د ژمي تر را رسېدو مخکې به د طبیعي پېښو زیانمن او اړمن کسان د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې راولي او د روږدو کسانو درملنې او ورته د کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې به هم کار وکړي.