طالبانو د رسنیو پر ژوندیو خپرونو د بندیز ترڅنګ دغو رسنیو ته د خپلې خوښې شننونکي ورپیژني.
کابلټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس، طالبانو وروسته له دې چې د رسنیو پر ژوندیو سیاسي بحثونو یې بندیز ولګاوه اوس غواړي د ثبتي خپرونو لپاره هم د خپلې خوښې سیاسي شنونکي د بحثونو لپاره رسنیو ته ور وپېژني.
په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو د پرلپسې محدودیتونو سره سره، لا هم یو شمېر رسنۍ سیاسي بحثونه جوړوي چې د سرچینې د معلوماتو پر اساس، طالبان غواړي دا بحثونه په خپل کنټرول کې راولي.
کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، طالبان له څو میاشتو راهیسې د شنونکو پر یو داسې نوملړ کار کوي چې د طالبانو پر ستونزو او نېمګړتیاوو خاورې اچوي، اصلي واقعیتونه پټ کړي او په بحثونو کې د طالبانو د غوښتنو او میل
سره سم څرګندونې وکړي.
سرچینه وايي، که څه هم تر اوسه دا نوملړ چمتو شوی نه دی خو طالبان غواړي چې دوی ته ژمن شنونکي په نوملړ کې
ځای پر ځای کړي او بیا یې د رسنیو په واک کې ورکړي.
سرچینې ویلي، ځینې هغه بهرمېشتي شنونکي هم ددې نوملړ برخه دي چې د رسنیو په سیاسي بحثونو کې د طالبانو په ګټه
غږیږي او ښايي همدا شنونکي په دې لېست کې ور زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې طالبان غواړي په ژوندیو سیاسي خپرونو هم بندیز ولګوي.
د دوی په خبره سیاسي بحثونه باید لومړۍ ثبت او بیا نشر شي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان دا بیان پر ازادۍ او د افغانستان په رسنیو سخت ګوزار بللی دی.
طالبانو د درې کلونو په ترڅ کې پر رسنیو ډول دول محدودیتونه لګولي او دا کار ددې سبب ګرځېدلی چې په کوردننه رسنۍ د سانسور تر سیوري لاندې خپرونې وکړي. طالبانو په دې موده کې یو شمېر خبریالان نیولي، وهلي او یا هم ګواښلي دي