لوبې
د سعودي فوټسال لیګ ته دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي

کابل ټيليګراف (سلواغه نهمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د فوټسال له نړۍ څخه راپورونه وایي، د سعودي فوټسال لیګ ته د افغانستان د ملي لوبډلې له دوو لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د دغه قرارداد له مخې؛ سید حسین موسومي او مرتضی محمدي به هغه دوه لومړني افغان لوبغاړي اوسي، چې د سعودي عربستان په لیګ کې د الطایي لوبدلې لپاره ولوبیږي.
د یادونې وړده، چې دغه دوو افغان لوبغاړو په نړیوالو فوټسال سیالیو کې ښه وړتیا ښودلې وه.