د راپورنو له مخې په تیرو دوه میاشتو کې په سوډان کې د کولرا وژونکې ساري ناروغۍ له امله ۳۸۸ کسانو مړه شوي دي.
د سوډان د روغتیایي چارواکو د مالوماتو له مخې په دغه هیواد کې نږدې ۱۳ زره کسان په کولرا اخته دي.
د سوډان د روغتیا وزارت ویلي، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کسلا و القضارِف کې ثبت شوې دي.
کولرا یوه سخته اسهالي ناروغي ده چې د ویبریو کولرا په نوم د باکتریا له امله رامنځته کېږي، او عموماً د ککړو اوبو یا خوراک له لارې خپریږي. دا د سختې اسهال له امله د بدن د اوبو له لاسه ورکولو لامل کېږي او که درملنه یې و نه شي، د مړینې لامل کیږي. د کولرا ناروغي په هغو سیمو کې زیاته ده چېرې چې د پاکو اوبو او مناسبې حفظ الصحې اسانتیاوې نه وي. که څه هم کولرا وژونکې وي، خو د پاکو اوبو، حفظ الصحې، او واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی، او د اوبو رسولو درملو او انټي بیوټیک درملو په وسیله یې درملنه کېدای شي.
دا ړومبی ځل ندی چې په دغه هیواد کې د کولرا له امله په دومره لوړ شمېر انسانان مړه کیږي بلکې اووه کاله وړاندې ددغه ناروغۍ له امله نږدې ۲۲ زره کسان مړه شوي وو.