د متحده ایالاتو جمهوريپاله ګوند غواړي چې کانګرس ته داسې لایحه وړاندې کړي چې له مخې یې په افغانستان د امریکا ټولې مالي مرستې وتړل شي.
دغه ګوند اندېښنه لري چې د امریکا مالي مرستې به طالبانو لاس ته ورشي او په خپله ګټه به یې وکاروي.
د جمهوریپال ګوند استازي جوش بریچین، چې دا لایحه یې وړاندیز کړې، رسنیو ته وویل، د بایډن او د هغه د مرستیالې ادارې له لوري له افغانستانه په بیړه د وتلو له کبله افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد او اوس داسې برېښي چې د دوی پیسې د طالبانو په ګټه کارول کېږي.
دی په ټینګار وایي چې دې قانون ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا ملي مرسته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې په غیر مسوولانه ډول نه کارول کېږي.