خبرونهنړۍ

پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو د تلفاتو شمېر له ۴۹۰ تنو لوړ شو

اسراٸيلو اعلان وکړ چې پرون (دوشنبه، د تلې دویمه) یې په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.

د رویټرز په وینا، لبناني چارواکو ویلي دي چې تر اوسه په دغو بریدونو کې ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د لبنان چارواکو ویلي دي چې د دغو بريدونو له پیل سره په لسګونو زره کسان خوندي سیمو ته د رسېدو په خاطر له جنوبي لبنان څخه وتلي دي.

د دوشنبې د ورځې بریدونه په لبنان کې په وروستیو لسیزو کې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي.

رویټرز لیکلي چې د اکتوبر په میاشت کې د شخړو له پیل راهیسې په لبنان کې له پولې بهر د سختو ډزو له تبادلې وروسته، اسراٸیل د دې هیواد خلکو ته خبرداری ورکړى، چې هغه سیمې پریږدي چې حزب الله پکې د وسلو زېرمې لري.

په همدې حال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لبنان خلکو ته په یوه ویډیويي وینا کې ویلي: «د اسرائیلو جګړه له تاسو سره نه ده، له حزب الله سره ده. حزب الله له ډېرې مودې راهیسې له تاسو څخه د انساني ډال په توګه کار  اخلي.»

په داسې حال کې چې رویټرز ویلي، د لبنان په شمال کې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.