خبرونهنړۍ

هندي فلم لاپته لیډيز د اسکار جایزې ته نومول شوی

د هندي سینما پیژندل شوي فلمي ستوري عامر خان میرمن کرن راو په لارښوونه جوړ شوی فلم لاپته لیډيز د اسکار جایزې له پاره نومول شوی.

ددغه فلم لارښوونه د عامر خان میرمن کرن راو او پروډيوسري عامر خان کړې ده.

لاپته لیډیز په هند کې د ځينو بد رواجونو په اړه جوړ شوی چې د یو کس ناوې په ریل ګاډي کې د مخ نه ښکاره کولو د دود په اساس د یو بل کس ناوې سره بدلیږي.

د مالومات له مخې دغه فلم په ټوله نړۍ کې ۲۷ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي دي.

د هند حکومت فلم فدارسیون دغه فلم په اړه ویلي چې لاپته لیډيز یې د نړیوالو فلمونو د ۲۰۲۵ اسکار جایزې له پاره غوره کړی.

لاپته لیډيز ۲۰۲۳ کال په هندي سینما نندارې ته وړاندې شوی وو چې د زیاتو خلکو د خوښې وړ وګرځيده.

د هندوستان فدارسیو د ددغه فلم ترڅنګ د بالي اووډ ۱۲ د تامیل ۶ او ملیالم ۴ نور فلمونه هم ددغه جایزې له پاره غوره کړي.