خبرونهنړۍ

په تهران کې د سړک پر غاړې د افغان پلورونکو پر کار بندیز لګول شوی

د ایران په پلازمېنه تهران کې د سړک پر غاړې د افغان پلورونکو پر کار بندیز لګول شوی دی.

په تهران کې د دندو د تنظیم د ادارې مشر سعید بیګي پرون د سپټمبر ۲۵مه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکې ویلي: “دا مناسبه نه ده چې په ایران کې د استوګنې له قانوني اجازې پرته بهرني وګړې مېشت شي او په ازاده توګه زموږ ملي سرچینې وکاروي.”

د هغه په خبره، د سړک پر غاړې پلورونکو ته چې بهرني وګړي هم په کې شامل د کار اجازه نه ورکوي.

بیګي په مرکه کې وړاندې ویلي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.