افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد: د دوحې تړون له بشري حقونو سره تړاو نه درلود

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دوحې هوکړه له بشري حقونو سره تړاو نه لري او له افغانستانه د ځواکونو د خوندي وتلو په شرایطو پورې اړه لري.

هغه پر اېکس د امریکا د کانګرېس د هغه پریکړه لیک د مسودې په ځواب کې چې د ولسمشر جوبایډن، د هغه مرستیالې کامالا هرېس او د هغه په ​​ګډون نور لوړ پوړي امریکایي چارواکي له افغانستان څخه د «ناوړه وتلو» په تړاو غندي، ويلي، طالبانو هوکړه کړې وه چې «دوی به د افغانستان لپاره یو نوی حکومت جوړوي او د بشري حقونو پالیسي به په جلا توګه او د دوی (طالبانو او نورو افغان اتباعو) ترمنځ له خبرو اترو څخه وروسته تعقېبږي.»

د هغه په ​​وينا، په دغو خبرو اترو کې يو شمېر ترسره شوي؛ خو له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تر دې مخکې کومه موافقه نه ده شوې.

 د ښاغلي خلیلزاد له خوا پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه ټینګار کړی چې هوکړه د شرطونو پر بنسټ شوې ده. د باور پر بنسټ نه. په تړون کې د امریکا د ژمنو عملي کېدل د طالبانو د ژمنو له عملي کېدو سره تړاو لري، چې باید په دوامداره توګه وارزول شي او تایید شي.

د يادولو وړ ده، چې پر امريکايي ځواکونو بريدونه نه کول او د القاعده په ګډون «ترهګرو» ډلو يا اشخاصو ته اجازه نه ورکول، چې د افغانستان له خاورې د امريکا او د هغې د متحدينو امنيت ته ګواښ پېښ کړي، د دوحې د تړون برخه ده.