د ازادۍ جبهې په نامه ډله چې د طالبانو د مخالفت ادعا کوي وایي تیره شپه یې په کابل کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
یادې جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي: وسله والو یې د کابل ارزان قیمت په سید جمالدین افغان ښارګوټي کې د طالبانو په قرارګاه برید کړی چې یاده مرګ ژوبله یې وراړولې.
تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې تر ادعا مخکې يو شمېر رسنيو د کابل په ارزان قیمت سيمه کې د يوې چاودنې خبر ورکړى و.