خبرونهنړۍ

ترکیه کې ۴۷ تنه داعش سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیول شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هیواد په ۲۲ ښارونو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ کسان د داعش ډلې سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې دا کسان د داعش مالي ملاتړ او په ټولنیزو رسنیو کې دې ډلې ته په تبلیغاتو تورن دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي‌کایا د چهارشنبې په ورځ، د کب ۱۵مه، په خپلې اکس ټولنیزې شبکې کې د بېلابېلو ښارونو د عملیاتو یوه ویډیو خپره کړه او د داعش د لسګونو شکمنو کسانو د نیولو خبر یې ورکړ.

هغه لیکلي: “دا کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور شکمن دي او د مالي ملاتړ او په ټولنیزو رسنیو کې د تبلیغاتو له لارې یې د دې ډلې ملاتړ کړی دی.”

د ترکیې د ځواکونو عملیات چې د «ګرز۴۸» په نوم یادیږي، په دوو اونیو کې د دغه هېواد په ۲۲ ښارونو کې ترسره شوي او د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د داعش شکمنو کسانو سازماني اسناد او ډیجیټل مواد هم کشف او ضبط شوي دي.

دا عملیات په آدانا، انتالیا، آیدین، بورسا، چانکیري، الازیغ، ارزینجان، غازي‌انتپ، ګیرسون، هاتای، استانبول، ازمیر، قهرمان‌ماراش، قیصري، کریک کاله، کرشهیر، کوتاهیا، مرسین، اردو، عثمانیه، شانلي‌اورفا او یوزګات ښارونو کې ترسره شوي دي.

ترکیې چارواکي وایي، هره ورځ په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات لري.