
کونړ کې د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ “لیچلام” سیمه کې د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دغه مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې (UNHCR) په همکارۍ جوړ شوی، چې زرګونو تنو ته به روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، دغه وزارت د هېواد لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي.