په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د بازار موندنې لپاره درې ورځنی نړۍوال نندارتون پایته ورسېد.
د مسوولینو په خبره په دغه نندارتون کې ۱۳۲ غرفې لګول شوې وې، چې سل یې د ننګرهار او ۳۲ نورې یې د کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو اړوند وې.
په ورته مهال پانګوال او صنعتګر وايي، د سرپرست حکومت د لا زیات ملاتړ او همکارۍ په صورت کې کولی شي، په ځينو برخو کې کورنیو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۰۰ لويې او کوچنۍ کارخونې فعالیت لري، چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.