افغانستاننړۍ

مرادوف: نړس باید په افغانستان کې د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف وايي، د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو سره همکاري اړینه ده، او نړۍ باید په افغانستان کې د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ٧٩مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

مرادوف د افغانستان د اقتصاد د بیارغاولو په برخه کې همکاري د سیمې د امنیت د تامین لپاره یو له اغیزمنو عواملو څخه یاده کړه.

 د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د ټاپي، نوري فایبر او اورګاډي د پروژو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هېواد به یې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره افغانستان له يوې خوا له بشري، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بحرانونو سره مخ شوى او له بلې خوا نړۍ تر اوسه د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.