د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ويلي د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د هېواد دننه یو خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.
ظاهراً دا چاره په للنان د اسرائیل د هوايي بمباریو پرمهال د حزب الله غورځنګ د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته د اسرائیلو د ډار له امله شوې ده.
رويټرز خبري اژانس د دوو ایراني چارواکو له قوله چې هويت یې پټ ساتل شوی راپور خپور کړی چې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د امنیت د ټینګښت په موخه د هېواد دننه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.
دغو سرچینو رويټرز ته دا هم ويلي چې ایران د حزب الله په ګډون د سیمې نورو وسله والو ډلو سره په اړیکه کې دی چې د اسرئیل پر وړاندې څه ډول ګام پورته کول په کار دي.