خبرونهنړۍ

هسپانیه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ نهه کسان وژل شوي او ۴۸ نادرکه دي

په هسپانیه کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او ۴۸ تنه نور ترې تم شوي دي.

د هسپانیه د سمندري ژغورنې ملي ادارې ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۷ کسان ژغورلي دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې یاد کسان د کومو هېوادونو دي.

دغه پېښه د هسپانیې د کنري ټاپوګانو په سیمه کې شوې او هر وخت کډوال له دغې لارې هڅې کوي چې ځانونه هسپانیه ته ورسوي.