د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والې نښتې په ترڅ کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
هندي امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د کشمیر په جنوب کلګام ولسوالۍ کې د محلي ټاکنو پر مهال یې ترهګرو سره وسله واله نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.
د محلي ټاکنو دغه درېیم او وروستی پړاو تېره سې شنبه پیل شو او نتیجې به یې د اکټوبر پر ۸مه اعلان شي.
همدا ډول په دغه وسله واله نښته کې رسنیو د پنځو امنیتي ځواکونو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی دی.