افغانستانخبرونه

د رسنیو ملاتړ بنسټونه: په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کول محدود شوي

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وایي چې اطلاعاتو ته لاس رسی د ناممکن تر حده محدود شوی خو طالبان وایي چې د رسنیو لپاره اطلاعاتو تر لاسه کولو کې یې اساني رامنځته کړې ده.

پرون د اطلاعاتو ترلاسه کول نړیواله ورځ په نړۍ کې داسې مهال ولمانځل شوه چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی او په ژورنالیساتو او رسنیو سخت بندیزونه وضعه شوي دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي پرون رسنیو ته وویل، د دوی حکومت له رسنیو غواړي چې خپلې نشراتي کړنلارې د طالبانو حکومت له پالیسیو سره برابرې کړي.

خو په افغانستان کې د رسنیو کارکونکي بیا وایي چې طالبان هغه مالومات له رسنیو سره شریکوي چې د دوی په ګټه وي.